افغانستان د«جواهر لعل نهرو»له نظره!
انجنیر زلمی نصرت  مهمند انجنیر زلمی نصرت مهمند

د تاریخ تجربی او درسونه

 

(افغانستان یو داسی سراسری ملی نیرو یا یو لوی اپوریسیون جوړیدو ته ، چی پرون پوری او په هیڅ کوم حزبی  او یا  ایدیالوژیکی فالب کی بند  او تړلی نه وی، ضرورت لری، تر څو ټولو روشنفکرانو او مترقی قوتونو وکولای شی، چی د هغه په تشکیل او پلاتفورم کی خپل ځای پیدا کړی ، او افغانستان د بحران او بی ثباتی نه اوباسی او دا ګاډی مخ ته بوځی . اخستل شوی د متن نه)

        

جواهر لعل نهر چی په هند او نړی کی د  یونامتو او پیژندل شوی سیاست پوه، تاریخ لیکونکی ، د  هند د ازادی  سترمبارز ، انقلابی او دلوړو ملی  افکارو خاوند په نوم شهرت لری، دافغا نستان د جغرافیایی موقعیت، استقلال او د شاه امان ا لله خان په هکله خپل مشهور کتاب« د نړی تاریخ ته  کتنه  کال 1933 م د جون اتمه » کی  خپل  عقاید او د سترکو حال په لاندی توګه بیانوی!

 

[[ زیات د سلو  کالو را په دی خوا  افغانستان د  یو حایل  یا پوشالی هیواد  په  توګه د دوو  سترواستعماری

 قدرتونو روسیی او انګلستان د ستراتیژیکو اهدافو  د لاسته راوړلو په خاطر په  منطقه  کی په رقابت کی ګیر دی .

 

څه وخت کیږی چی  د  روسی د تزاریانو امپراطوری له منخه تللی او خپل ځای یی اتحاد جماهیر شوروی ته سپارلی دی،  لاکن د پخوا  په شان افغانستان خپل «پوشالی» موقف او نقش لری او هلته  انګلیسانو او شورویانو دواړو په دسیسو اخته دی او کوشش کوی چی ځانته لمړی توب  تر لاسه کړی.

 

  په ۱۹ پیړی کی  دا لاس وهنی او تحریکات د  انګلستان او افغانستان  تر مینځ  دجګړو  بڼه یی ځانته ونیول، چی د انګستان د پرلپسی ماتی سبب  و ګرزید،  لاکن په پای کی انګلستان ځانته  لمړیتوب تر لاسه کړ.

 لا تر اوسه  ډیری افغانان چی د شاهی کورنی غړی دی د هند په شمالی  نواحیو کی تر نظارت لاندی دی ،چی دانګستان مداخلی په افغانستان کی زمونږ په ذهن کی ژوندی کوی.

 

په افغانستان کی شاهان او امیران چی د انګلیسانو دوستان وو حکومت ته رسیدل او د افغانستان خارجی سیاست هم د انګلستان تر نفوذ  او تاثیرلاندی وه . هر څومره چی دا امیران د انګلستان دوستان  هم وای او دوستانه سلوک یی  د ځانه ښودل، ولی بیا هم انګلستان نه شو کولای کاملأ په هغوی  تکیه وکړی ، نو هر کال به یوه اندازه پیسی د مالی مرستو په توګه هغوی ته ورکول. د هغوی له جملی نه یو هم امیر عبدالرحمان و چی زیاته موده یعنی تر 1901 میلادی کال یی پادشاهی وکړه. د هغه نه وروسته امیر حبیب ا لله خان  سلطنت ته ورسید ، هغه هم انګلستان ته دوستانه تمایلات درلود.

 

 

  د افغانستان  تړلتوب د بر تانوی هند حکومت پوری، یو د دلایلو نه  د هغه هیواد( افغانستان) خاصه وضه ده. که نقشی ته ځیر شو ، ګورو چی  افغانستان د بلوچستان پوسیله له  دریابه بیل شوی دی. په دی  توګه افغانستان  داسی یو کور دی، چی بدون د  هغه ځمکونه چی نورو پوری اړه لری ، اصلی لارو ته لاره نه لری او دا حالت هم  مشکل او هم ناګواره دی. د افغانستان  او نړی تر مینځ د اړیکو اسانه لاره  د هند له طریقه دی.  په هغه زمانه  د افغانستان په شمال  د روسی د تسلط لاندی ځمکو کی د ارتباط ښی لاری  موجودی نه وی ، لاکن د روسیی حکومت په دی وروسیو کلونو کی د ارتباط لارو( د اورګاډی پټلی، هوایی او موترو  د تګ راتګ) ته پراختیا ورکړی دی. په دی  توګه هند د افغانستان لپاره  خارجی نړی ته  یوازنی لاره او دروازه وه . د بریتانیا حکومت کولای شو چی د دی وضعی نه  ګټه واخلی او په افغانستان باندی ډول ډول فشارونه وارد کړی. د افغانستان مستقیم لاس نلرل خارجی نړی ته تر اوسه هم د هغو سختو ستونزو نه شمیرل کیږی چی  افغانستان مخی ته پروت دی.

 

  د 1919 م کال په لمړیو کی  توطیو او دسیسو او د دربار رقابتونو  د دوه درباری انقلاب په شکل یو د بل پسی بربنډ شول. زه ښه نه پو هیږم چی د پردی شا ته  حوادث په کوم شکل  روان وو او څوک ددی تغیراتو مسئول وو. لاکن هغه څه چی په ظاهره لیدل کیدل،  داسی وه چی امیر حبیب ا لله خان ووژل شو او دهغه ورور  نصر ا لله خان امیر شو. ولی نصر ا لله خان ډیر زر لری  او د هغه پر ځای  د حبیب ا لله خان یو ځوان زوی  د امان الله  په نوم امیر شو او سمدلاسه  یی په کال 1919 د می په میاشت یوه کوچنی  یرغل پر هند  پیل کړ.

 

 ښه نه پو هیږم چی  ددی واقعی علت او بهانه څه شی وو. احتمال لری امان ا لله خان نه غوښتل چی د انګلیسانو تابعدار او دست نشاده  وی او غوښتل یی چی د خپل هیواد کامل استقلال تر لاسه کړی.  زما په یاد دی، چی په دی وخت په پنجاب کی نظامی حکومت بر قراره وه او په ټول هند کی  سراسری نارضایتی موجوده وه او د خلافت په سرهم هندی مسلمانانو تر مینځ  احساسات زیات شوی وو او شاید امان ا لله خان غوښتل ددی وضعیت او موقعیت نه  په استفادی د خپل هیواد د پاره ګته پورته کړی.

 

په هر حال علت او بهانه هر څه چی وو، د افغانستان او بریتانیا تر مینځ جګړه  پیل شو. ولی ددی جګړی موده ډیره کمه وه او  ډیر کم اخ و ډپ  مینځ ته شو. د نظامی طاقت له پلوه انګیسان په هند کی   د امان ا لله خان نه خورا ډیر پیاوړی وو ولی په هغه زمانه کی جګړه ایز روحیه یی نه درلود او یو سپک اخ و ډپ کافی وو چی انګلیسان خبرو اتروته چمتو شی. په نتیجه کی افغانستان د يو مستقل هیواد په  توګه په رسمیت و پیژندل شو، چی د نورو هیوادو سره په  بهرنیو اړیکو کی هم کامل اختیارات تر لاسه کړ.

 په دی تر تیب امان ا لله خان په خپل  هدف کی بر یالی شو او د هغه ابرو او اعتبار په هر ځای په اروپا او اسیا کی  جګ لاړ. دا ډیره طبیعی خبره وه چی انګلیسانو هغه ته د یو دوست په ستر ګو نه لیدل او خپل دوست یی نه ګڼل.

 

 امان ا لله خان په هیواد کی  سمدستی یو تازه سیاست  مخ ته کړ، چی ډیره زیاته عمومی توجه یی ځانته  را واړول . دا سیاست  په غربی تیپ د اصلاحاتو ګړندی پلی کول وو او  د افغانستان « غربی  جوړول»  نومیده. په دی لاره  دهغه میرمن ملکهّ «ثریا» د هغه خورا ستر مرستندوی وو، ملکه ثریا  څو موده په فرانسه کی  زده کړه کړی وه  ، حجاب او پرده نشینی یی  نه خوښیدل.

 

 په دی شان په یو وروسته پاتی هیواد کی تغیرات او اصلاحاتو پلی کیدل په چتکی پیل شو، چی افغانان یی د قدیمی او زاړه لاری نه ایستل او نوی لاری ته یی   حرکت ورکول. په ظاهره کی امان ا لله خان  د ترکیی د باچا مصطفی کمال  د کارونو نه الهام اخست او د هغه تګ لاره یی تعقیبول او کوشش یی کاوه چی د مختلفو  اړخونو نه د هغه د کارونو  او تجربو تقلید وکړی، حتی افغانان یی مجبور کړ چی  اروپایی پطلون او کرتی  واغوندی او اروپایی خولی« شپو او پیک خولی چه دا نن سبا یی مونږ  په سرکوو»  په سراو   ګیری و خریی.  شاید امان ا لله خان کی د مصطفی کمال  لیاقت  نه وو. کمال باچا مخکی له  هغه چی په اصلاحاتو پیل وکړی، خپل بین المللی او ملی موقعیت  ډیر ښه ټینګ کړ،  قوی اردوی یی شاته لرل،  ښه محبوبیت او ډیری اعتبار یی خپل خلکو کی لرل. امان الله خان  بی له کوم احتیاطه اقدام وکړ او د هغه کار خورا ډیر سخت وو ،  دا ځکه افغانان ډیر زیات د ترکانو نه وروسته پاتی وو.

 

 عاقلانه نظر ورکول وروسته د حوادثو نه  اسانه کار دی ، واقعیت خو دادی  او په نظر رسیږی چی، امان ا لله خان د خپل سلطنت په لمړی کلونو کی کارونه په ښه  توګه  مخ ته وړل. ډیر هلکان او انجونی یی د تحصیل لپاره اروپا ته ولیږل. په دولتی ادارو کی یی اصلاحاتو راوستل پیل کړ.د همسایه هیوادو لکه ایران ، ترکیی او شورویانوسره یو لړ پیمانو نو په  لاسلیک خپل بین المللی  موقعیت  ټینګ  کړ.

 

 شورویانو هم  د ټولو شرقی هیوادونو سره د چین نه تر ترکیی پوری دوستانه سیاست غوره کړ .همدا د شوروی، دوستی او مساعدتونه د یو لوی او موثرعامل په توګه  د ترکیی او ایران په ازادی کی د خارجی استیلاګرانو  په مقابل کی تاثر درلود. ممکنه ده چی همدا عامل د امان ا لله خان په  کامیابی  او هم د 1910 م کال په جګړو کی د انګستان پر ضد  خپل رول او اهمیت لرلی وی.

 

 وروسته بیا څو بیل بیل تړونونه او پیمانونه د څلورو هیوادونو شوروی اتحاد، ترکیی، ایران او افغانستان تر مینځ  لاسلیک  شو.

ددی تړونونو  لاسلیک د شورویانو د سیاست د پاره یو  بریالیتوب وه او د بریتانیا پر نفوذ یی په منطقه کی  کلکه او سخته ضربه وارده کړه. بیان ته اړینه  نشته، د بریتانیا حکومت شدیدأ ددی تړونونو  سره مخلفت درلود او په خاصه توګه د امان ا لله خان تمایل شورویانو ته  او د امان ا لله خان دوستی  د شورویانو سره ، سخت نا راضی وو.

 

 د 1928 م کال په لمړیو کی امان ا لله خان او ملکه ثریا د یو اوږد سفر په ترڅ کی افغانستان  پریښود. رُم، پاریس، لندن او مسکو ته سفر وکړ او په هر ځای کی د تود هرکلی سره مخامخ شول،  هرهیواد  د ښه نیت  په  ښکاره کولوغوښتل چی د امان ا لله خان توجه خپل هیواد سیاست او تجارت  ته را واړوی. او په هر ځای کی ورته ډیر قیمتی  او با ارزښته  هدیی وړاندی شوو. ولی هغه د یو بی ساری او با درایته او متعهد سیاستمدار  په توګه خپل رول په ښه شکل ولو باوه، د واپسکیدو په لاره  هیواد ته د ایران او ترکیی نه یی هم لیدنه وکړه.

  د امان ا لله خان اوږد سفر د هیوادونو زیاته پاملرنه یی ځان ته جلب کړ، د هغه اعتبار او حیثیت زیات شو او د افغانستان اهمیت  په نړی کی زیات شو. ولی په  داخل د افغانستان کی حالات ښه نه وو. امان ا لله خان ډیر خطرناکه کار کړی وو، د ګرمو تغیراتو په درشل کی چی په هیواد کی شروع شوی وواو زاړه سلوک او رفتار د بدلون په حال کی وو، خپل هیواد یی پریښود او سفر ته لاړ، مصطفی کمال هیڅ کله داسی خطر ناکه کار و نکړ.

 

 د امان ا لله خان د غیابت په دوران کی ټول  هغو مرتجعو او واپسګرو شخصیتونو او عناصرو چی د هغه سره مخالفت درلود،  میدان ته را ووتل،په ډول ډول توطيو او دسیسو یی لاس پوری کړل او د هغه پر ضد ډول ډول پروپاګندونه   خپاره کیدل.  خورا ډیر زیاد پیسی د پروپاګند لپاره د امان ا لله خان پر ضد په مصرف رسیدل ،هیڅ څوک نه پوهیدل چی دا پیسی د کوم ځایه راځی. داسی ښکاره کیدل چی ډیرو ملایانو او اخوندانو ته کافی پیسی په دی لاره کی ورکول کیدل او هغوی په ټول هیواد کی  خلکو ته امان ا لله خان د « کافر» او د دین دشمن په حیث ورپیژندل.  ( جعلی) نامناسب عکسونه د ملکه ثریا د  نا مناسبو کالیو سره به  جوړیدل اوچاپیدل او خلکو ته  په کلیو او بانډو کی  ښودل کیدل چی هغه څنګه نا مناسبه کالی اغوندی!.

 

 

  څوک دا لوی تبلیغات او غټ مصرفونه اداره کول؟،افغانان نه خو دومره  پیسی او نه  خو  هم دومره امکانات ددی کار لپاره لرل او نه خو په   دی کار  پوهیدل  او نه خو هم مادی مناسب وسایل په لاس کی لرل.

 منځنی اسیا هیوادونو او اروپایان هم همدا عقیده لرل چی د داسی کارونو  شا ته د انګلستان د مخفی پولیسو لاس دی، ولی کوم سند په لاس کی نشته چی دا خبره ثابته کړی. دا هم ډیره مشکله ده چی ددی شان کارونو نه کوم مدرک او  سند تر لاسه شی . ولی ویل کیده چی افغان شورشیان د انګلیسی ټوپکو سره  سمبال شوی وه. په هر حال انګلیسانو غوښتل چی د امان ا لله خان موقعیت په افغانستان کی ضعیفه کړی.

 

 په دی  توګه په داسی حال کی چی امان ا لله خان  په اروپا کی د تود  هرکلی سره مخامخ وو په افغانستان کی د  سختو پروپاګندو سره کوشش کیده چی د هغه  قدرت او نفوذ متزلزله شی. امان ا لله خان  د اصلاحاتو د پلی کولو د پاره چی شروع شوی وو د نوی او تازه افکارو او هغه تاثیراتو سره چی د کمال  باچا د ملاقات نه یی په انقره کی تر لاسه کړی وو هیواد ته بیرته ستون شو او بدون د کوم ځند  اصلاحاتو  ته یی دوام ورکړ. د اشرافو القاب یی  لغو کړ او کوشش یی کاوه چی د  مذهبی مشرانو قدرت محدود کړی. د وزیرانو نه یی یو مسئول کمیټه د حکومت د پاره مینځ ته راوست او په دی  توګه د خپل حکومت استبدادی قدرت  یی ضعیفه کړ او د ښځو  د غورځنګ ازادی آرام آرام پر مخ تلل.!

 

  نا ساپه د جګړی اور بل شو او د 1928 کال په اخر کی یو لوی  بغاوت پیل شو، د یو عادی شخص« بچه سقاو»  په نوم . د بغاوت لمنه پراخه شوه او په کال 1929 م  کی  د امان ا لله خان حکومت نسکور شو. امان ا لله خان او ملکه ثریا د هیواد نه فرار وکړ او د « سقاو زوی» امیر شو. پنځه میاشتی د سقاو زوی په کابل کی سلطنت وکړ تر ځو چی د نادر خان له خوا چی د امان ا لله خان  یو سردار او وزیر وو سلطنت نه لری شو.

 

« نادرخان» په دی ماجرا کی د ځان په نفع عمل  کاوه او کله چی بریالی شو شخصأ د « نادرشاه» به نوم یی سلطنت او واک تر لاسه کړ. بیا هم نارامی او  بغاوت  موجود وو ولی له هغه ځایه چی نادر خان د انګلیسانو دوست وو او هغوی نه یی  مرسته تر لاسه  کول د هغه حکومت ادامه و موند او د بریتانیا حکومت هغه  سره  پرته له سوده مرستی وکړی او یوه اندازه زیاته اسلحه او مهمات یی هم هغه ته برابر کړل.

  د افغانستان بی ثباته موقعیت له همدی کبله دی چی دغه هیواد د یو پوشالی دولت په حیث د دوو رقیبو قدرتونو تر مینځ ګیر دی.]]

 

  د «نهرو» اظهارات  د افغانستان جغرافیایی موقعیت په هکله، تیر حوادث  اوپه خاصه توګه د دری لسیزو  حوادث  تر اوسه د تاریخ هغه دردناکه تجربی او درسونه دی ،چی د افغانستان حکومتداران سیاسیون، روشنفکران  ملی مترقی او دموکراتیک او رسالتمند قوتونو  دی ټکی ته متوجه کوي ،چی  نباید د قدرت او زعامت  لپاره  تند ، ماجراجویانه ، یکجانبه او کاملأ وابسته روشونو او حرکاتو ته  لمن ووهل شی  چی افغانستان د سترو او لویو قدرتونو او د منطقی د هیوادونو په سیالیو کی د  جګړو دګر وګرځی !.

 

 د چپ اړخو او ښی اړخو ګوندونو او تنظیمونو تړلی او وابسته ، وچ او دګم او ځان ځانی او تند سیاستونو او حکومتداری  نتایج ګورو چی تر اوسه وطن او د افغانستان مظلوم خلک  د وینو او اور په لمبو، فقر او بی حرمتی  ، سیاسی ، نظامی او اقتصادی  بحران کی ډوب دی.

 

 په  دی برخه څو ټکو ته اشاره کول ضرور بولم:

 

 هغه څه چی  په افغانستان کی د  لویو قدرتونو د نظامی حضور  د مشروعیت او عدم مشروعیت  او اشغال  د نظریو پوری اړه لری  ، باید  ووایم ، له هغه ځایه چی زمونږ هیواد  داستعماری لویو قدرتونو د رقابتونو او ګټو په نتیجه کی د یو حایل هیواد په توګه  اوسنی جغرافیایی موقعیت یی نیولی او جبرأ وچی پوری تړل شوی دی   او د نظامونو په شکل ګیری کی د لویو قدرتونو رول ډیر مهم اوغوڅ دی او حاکمیتونه اکثرأ د بهرنیانو له خوا جوړ شوی  او ټاکل شوی نو  د خارجیانو د نظامی شتون د عدم مشروعیت او اشغال مساله خود په خوده بی رنګه کیږی ، داځکه چی افغانستان تر اوسه اقتصادی استقلال  نلری  او د اقتصادی استقلال   د تر لاسه کولو لپاره باید یو پیچلی، سخت، احتیاجمند او اوږده لاره ووهی.

 

  نژدی دری لسیزو  جګړو  د ستروقدرتونو  سیاسی ، نظامی او اقتصادی رقابت او لاس وهنی په افغانستان کی دا مساله یی په داګه کړه، چی  دوی د افغانستان په هلکه کاملأ غیر عادلانه ، د خشونت نه ډک ،  انتقام اخستونکی او  هم زمان  ناکامه او غلط سیاستونه  تعقیبوی او دوی لا تر اوسه افغانانو   او د افغانستان حساس او ستراتیژیک موقعیت  نه لازم پوهاوی نه لری.

 دا درسته ده چی افغانستان د یو حایل او وچی پوری تړلی هیواد په توګه شکننده، ضعیف، فقیر او  یو محتاج هیواد دی ، لاکن نباید هیر ګړو چی دا هیواد په عین حال کی یو لوی ګړنګ  او باتلاق هم دی،  چی  ډیرستر قدرتونو په دی منطقه کی د ماتی سره مخامخ شوی دی!

 

   دا خبره  نوره  پټه نه ده چی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند ، مسکو پوری  یو وابسته او تړلی ګوند وو  او مسکو د  خلق او پرچم ډلو د رهبرانو او مطرحو څیرو په  وجود کی لازمه سرمایه ګذاری کړی وه.

روسانو  خپل نظامی حضور په وخت کی  په افغانستان کی قومی  او ژبنی  اختلافونو ته د امکان تر حده لمن ووهله او د افغانستان د قومونو مسالمت امیز اړیکوته  یی  ستر زیان ورسول او په پراخ لاس یی د واړه قومونو په مینځ کی  کار کاوه .

 دا ځکه چی  دوی ته  هم په داخل د ګوند کی  او هم د افغانستان په شمالی ولایاتو کی  دا زمینه وجود لرل . په داخل د ګوند کی  ځینی شخصیتونه موجود وه چی دغی مسالی ته یی لمن وهله  او په شمال کی د منځنی اسیا د هیوادو سره  د افغانستان د واړه قومونو پخوانی اړیکو مساله وه.

 

   دا د روسانو یوه لویه تیر وتنه وه. روسانو داسی  فکر کاوه چی  د افغانستان  د خلک دموکراتیک ګوند « دوطن ګوند» سیاسی حضوره پرته   دوی کولای شی چی د  شمال د  قوتونو ( جهادی- حزبی) پوسیله  افغانستان  یا حد اقل د افغانستان شمال اداره او کنترول کړی او ددوی پواسطه خپل نفوذ و ساتی او د همدی محاسبی په نتیجه کی د  ملل متحد پلان او دافغانستان د وطن ګوند یی  د ګوند د رهبرانو په وجود کی ناکامه او وپاشل،  ښاغلی «ویکتور پتروویچ» د افغانستان د خلک د دموکراتیک ګوند وروسته د وطن د ګوند سرمشاور، ددویم ثور د حوادثو نه وروسته د HTB    د تلویزیونی شبکی سره په مرکه کی کال 1992 م کی وویل چی: «مونږ نجیب ا لله  په میدان یوازی پریښود  او هغه مو  ورکړ!».

 د روسی د علومو د اکادمی د شرق شناسی د انستیتوت امر  او منل شوی افغانستان شناس ( پروفیسور ویکتورکارګون) هم  د مسکو سیاستونو ته په اشاری سره   په خپل تحلیل او نتیجه ګیری کال 2009 م کی چی  فارسی رو ویب پا ڼه  کی  نشر شوی وه ، داسی وویل : «زمونږ لویه اشتباه  او تیر وتنه دا ووچی مونږ یوازی او یوازی خپله ټوله توجه د شمال اتنیکی قومونو ته را اړولی وه او نور مو د یاده ایستلی وو او زمونږ د ناکامیوو یو مهم دلیل  په افغانستان کی همدا مساله وه»!

 

 دا شان  تیر وتنه  د غربیانو او  ګاوندیانو له خوا اوس هم ادامه لری، علاوه   د قومی او ژبنی نفاق نه، مذهبی نفاق ته لمنه وهل ، د واپسګرو ملایانو ،عناصرو او شخصیتونو  نه حمایت او د هغوی پړسول  افغانستان او سیمه  مستقیم  لوی بحران ، نا امنی او بی ثباتی خواته وړی ، پای به یی ناکامی وی، داسی ناکامی  چی عوافب به یی خورا ډیر خطر ناکه وی د دوهم  ثور د حوادثو نه  ،  حتی د روسیی  او اروپا امنیت او ګتو ته به یو لوی ګواخ   را وزیږوی او مدنیت  په منطقه کی د خاورو سره به برابره شی.

  زما په نظر ستر قدرتونو او د منطقی هیوادونو د پاره پکار دی چی،  د ښه نیت او صداقت پر بنیاد د افغانستان د پاره  په  سیاسی- اقتصادی او نظامی  برخو دهمکاری  یو داسی  ګډ میکانیزم رامینځ ته کړی، چی کنترول تطبیق او صلاحیت یی د ملل متحد  په لاس کی وی .

 

  بنأ افغانستان یو داسی سراسری ملی نیرو یا یو لوی اپوریسیون جوړیدو ته ، چی پرون پوری او په هیڅ کوم حزبی او ایدیالوژیکی فالب کی بند  او تړلی نه وی،  ضرورت لری ، تر څو ټولو روشنفکرانو او مترقی قوتونو وکولای شی، چی  د هغه په تشکیل او پلاتفورم کی خپل ځای پیدا کړی ، او افغانستان د بحران او بی ثباتی نه اوباسی او دا ګاډی مخ ته بوځی ،  او د دوی خبری او طرحی په نړی والو خپل تاثیرات  ولری او  ددوی خبری څوک واوری .!

 

 هغه  معلومات چی  د داخل د هیواد نه یی لرم او دوستان  د داخل دهیواد وضع څیړی د داسی جبهی د جوړیدو شرایط  کاملأ  په داخل د وطن کی  مینځ ته راغلی او احساسیږی .

 بنأ  زما په نظرددی وخت را رسیدلی دی ، چی  مونږ  نور باید  په عمل کی فرا حزبی او فرا ایدیالوژیک  ګامونه واخلو او د خپل واړه او کوچنی خواستو نه چی نتیجه یی ورنکړه ، یو لوی ملی حرکت د پاره فکر وکړو. او زه باور لرم چی نور  محلی قومی او تک حزبی واړه او کوچنی تشکلات او ګروپونو  نشی کولای چی خپل نقش د افغانستان  طوفانی او بغرنج اوضاع کی ولوبوی .

بنأ هر څوک ، ګروپ یا سازمان چی د داسی یو  سترملی امر په مقابل کی قرار نیسی  ، نو معنی یی دادی چی هغوی  ښکاره  د افغانستان  د ملی منافعو او د  افغانستان د جنګ ځپلو خلکو  د خواستو په مقابل کی   ودریږی.

   

 پای

   کاپی  په سایت  های ازادی، پیام وطن، صفوف حزب وطن،  اریایی، بورا، مشعل و نوید فردا

 


January 10th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات